د امريکا پخوانی سفير: طالبان لنډ مهال کې خپله پاليسي نه بدلوي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر، رونالډ نیومن

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر، رونالډ نیومن وايي طالبان په لنډ مهال کې خپله پالیسي نه بدلوي.

ښاغلي نیومن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو چارواکي د نورو کسانو سلا مشورې او وړاندیزونو ته هم غږ نه ږدي.

په وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده په یوه فرمان کې، د طالبانو پر دولتي چارواکو «بېځایه» او له حقیقته لیرې انتقاد کول د شریعت خلاف عمل بلل شوی دی.

د امریکا دې پخواني دپلومات په کابل کې د طالبانو لخوا رابلل شوې د عالمانو لویې غونډې ته په اشارې وویل چې پدې غونډې کې نه یوازې دا چې د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په هکله پرېکړه ونه‌شوه بلکې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره په‌کې اجماع نه وه.

تر دې مخکې يو شمېر نورو بهرنيو چارواکو هم د طالبانو پر پاليسو اندېښنې ښودلې دي او ويلي يې دي چې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو له حکومت دا تمه نه‌شي کېدلی چې خپلو پاليسو کې تغير راولي.