روسيې په ۲۰۲۴ کې له نړيوالې فضايي اډې څخه د وتلو خبر ورکړی

ارشيف

روسیه وایي، له ۲۰۲۴ کال وروسته به له نړیوالې فضایي اډې څخه ووځي او د ځمکې په مدار کې به د خپلې یوې اډې پر جوړولو تمرکز وکړي.

د روسیې د فضایي ادارې نوی مشر دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د دې ادارې مخکیني مشر فضا ته د ستورمزلو د لېږدولو لپاره له یوې امریکایي خصوصي کمپنۍ سره د ګډو الوتنو د یوې موافقې خبر ورکړی و.

له ۲۰۲۴ کال وروسته له فضایي اډې څخه د روسیې د وتلو اعلان د روسیې د فضایي ادارې، روزکاسموس نوي مشر یوري بوریسوف نن داسې مهال وکړ چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله د لویدیځ او کریملین ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی.

بوریسوف چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د روانې میاشتې په پیل کې د دغې ادارې د نوي مشر په توګه ټاکلی، نن له پوتین سره په کتنه کې وویل چې روسیه به د ځمکې په مدار کې د خپلې فضایي اډې پر جوړولو تمرکز وکړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې ښاغلي بوریسوف ویلي چې مسکو به مخکې له دې چې له نړیوالې فضایي اډې، ISS څخه ووځي د دې اډې په تړاو خپل ټول مسولیتونه پر ځای کړي.

روسیه وایي، له ۲۰۲۴ کال وروسته به له نړیوالې فضایي اډې څخه ووځي او د ځمکې په مدارکې به د خپلې یوې اډې پر جوړولو تمرکز وکړي.

هغه زیاته کړه چې له ۲۰۲۴ کال وروسته له دې اډې د وتلو په اړه پرېکړه شوې ده.

دغه اعلان وروسته له هغې کېږي چې د امریکا او روسیې فضایي ادارو، ناسا او روزکاسموس د یوې موافقې خبر ورکړی و چې له مخې یې دغې نړیوالې اډې ته ستورمزلي یا فضا نوردان د امریکایي ایلون ماسکس سپیس ایکس او د روسیې د سیوز راکټونو په ګډو الوتنو کې لېږدول کېږي.

د دغه موافقې تر لاسلیک کېدو ډېر وخت نه وو تېر شوی چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د روزکاسموس د ادارې پخوانی مشر دیمتري روګوزین له دندې لېرې او پر ځای یې بوریسوف چې په دې وروستیو کې د صدراعظم د مرستیالی له څوکۍ لیرې کړای شوی و، په دې دنده وګماره.

بوریسوف ویلي چې د تایید شوي پلان له مخې به د خپلې فضایي اډې د جوړولو کار پیل کړي.

تر دې وړاندې چین هم په فضا کې د خپلې یوې اډې د جوړولو کار پیل کړی چې د چینایي چارواکو په وینا دا کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

په نړیواله فضایي اډه کې روسیه مهمه ونډه لري او د دې هېواد د سیوز توغندیو په مرسته ډېر ستورمزلي او کارګو دې اډې ته استول شوي دي.