طالبان: د اړتیا په صورت کې ښځینه پولیسې پر دندو ګومارل کېږي

ارشیف

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ګنې یو شمېر ښځینه کارکوونکې یې له دندو لېرې کړي وايي، چې دا وزارت د پولیسو د اکاډمۍ ښځینه فارغانې د اړتیا په صورت کې پر دندو ګوماري.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پرون په یوه غږیز پیغام کې هغه ګونګوسې رد کړې چې ګنې د دې وزارت ښځینه پولیسانې تقاعد ته سوق کړي.

هغه زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت په مربوطاتو کې د ښځینه پولیسو د تقاعد خبره واقعیت نه لري بلکې د تقاعد پرځای وزارت هڅه کوي په هغو ځایونو کې چې ښځینه پولیسو ته اړتیا وي، د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغې شوې پولیسانې پر دندو وګوماري."

له دې مخکې یوشمېر ښځینه پولیسانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې د طالبانو چارواکو دوی جبري تقاعد ته سوق کړي او د تقاعدۍ امتیازونه یې هم نه ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ډېری دولتي ادارو کارکوونکې ښځې په کورونو کېنول شوې دي.