د اوکراین ولسمشر: اروپايي هېوادونه دې پر روسیې بندیزونه لا زیات کړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له اروپايي هېوادونو غوښتي دي، چې د روسیې له خوا د ګاز د جګړې په ځواب کې پر مسکو بندیزونه لا زیات کړي.

د روسیې د ګاز لوی شرکت ګازپروم پرون وویل، چې د اونۍ په پای کې به د نارت سټریم یو پایپلاین له لارې د ګاز ورځني صادرات په سلو کې شل کم کړي.

زیلینسکي په خپله ماښامنۍ ویډیويي وینا کې وویل، دا د روسیې له خوا د ګازو واضحه جګړه ده چې روسیې د متحدې اروپا پرضد پیل کړې ده.