امریکايي استازي د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه کې ګډون کوي

توماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان په اړه په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ٬ چې د امریکا پلاوی به له نړیوالې ټولنې سره په دې کنفرانس کې ګډون وکړي څو له افغانانو سره د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړي.

نن او سبا د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې کوربه دی، چې په کې د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي بلل شوي دي.

په دې غونډه کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي هم ګډون کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي٬ چې په دې کنفرانس کې به امریکايي چارواکي له طالبانو هم وغواړي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې په وړاندې خپل مکلفیتونه پوره کړي.

د اعلامیې له مخې، د جولای په ۲۷ مه به د ترهګرۍ او مالي استخباراتو لپاره د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن له توماس ویسټ سره یوځای شي او له طالبانو سره به د هغو اقتصادي ننګونو په اړه خبرې وکړي چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي٬ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې یو کال تېرېږي او تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.