د سېلابونو دوام؛ يو شمېر ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه رسېدلي

ننګرهار کې د وروستيو راوتلو سېلابونو انځور

سېلابونو یو وار بیا د افغانستان په څو ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال درانه تاوانونه رسولي.

چارواکي په تېر یوه شپه او ورځ کې په میدان وردګ، ننګرهار او نورستان کې د اتلسو کسانو د وژل کېدو خبره تاییدوي.

د بټي کوټ یوه اوسیدونکي د خپل کور او کلي ویډيو ډکه کړې چې ښيي ټول ځای کې سېل روان دی.

نوموړي ويلي: "دا زموږ د کور داخل برخه ده. دا څاروي دلته اوبو کې پاتې دي. هغه خلک خواري کوي چې دېوال ګوزار کړي او دېوال چپه کولو کې کامیابه هم شول."

بټي کوټ د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې تېره یوه شپه او یوه ورځ په‌کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو ریاست یوه مسوول قریشي بدلون ازادي راډیو ته د خلکو د مرګژوبلې یادونه وکړه: "په بټي کوټ کې ۱۵۰ کورونه په بشپړ توګه تخریب شوي، څلور کسان هلته شهیدان شوي او یو تن ټپي شوی دی. همدارنګه په کوز کونړ ولسوالۍ کې یو تن شهید شوی او پنځلس کورونه له منځه تللي دي. په اچین ولسوالۍ کې څلور تنه زخمیان شوي. هلته هم دېرش کورونه له منځه تللي دي."

د قریشي په خبره په ننګرهار کې ټول ټال شاوخوا دوه نیم سوه کورونه سېلابونو په بشپړه توګه ړنګ کړي.

د ننګرهار سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنه کوي. د میراجان په نوم د ننګرهار یو سېلاب ځپلی وايي چې کور یې ړنګ شوی.

نوموړی وايي: "زموږ د کوټو بامونه لرګي مات شوي. موږ بچي را ایستلي د حویلۍ منځ کې ولاړ دي. نه مو شپه په کرار ده نه مو ورځ. له اسلامي امارت او بهرنیو موسسو غواړو چې زموږ د دې مجبوره ولس غم وخوري."

ننګرهار کې د وروستيو راوتلو سېلابونو يو انځور

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي په ننګرهار سربېره په میدان وردک او نورستان کې سېلابونو تېره ورځ ۱۳ کسان مړه کړی.

د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ۱۳ وطنوال شهیدان شوي. لس کسان په میدان وردګ او دری په نورستان کې دي. په نورو ولایتونو کې لکه ننګرهار، پنجشېر او پکتیا کې سېلابونو له امله خلکو ته ډېر مالي تاوان هم رسېدلي."

حقاني وویل چې د دوی ولایتي ټیمونه هڅه کوي چې سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي.

د افغانستان نږدې ټول مرکزي، شرقي او جنوبي ولایتونه په دې وروستیو کې سختو سېلابونو ځپلي چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

د اوبو او اقلیمي چارو متخصصین وایي چې په افغانستان کې دا وخت ورښتونه او د سېلابونو راوتل غیر طبیعي دي او د خلکو د نه چمتووالي له امله هم د زیانونو کچه لوړه ده.

له دې ډلې کارپوهانو دکتور محمد عاصم مایار ټینګار کوي چې خلک باید د سېلابونو په مسیرونو کې کورونه جوړ نه کړي او که استوګن وي باید د اوبو لارې پرېږدي.

صفي الله ستانکزی