سېلابونو په ننګرهار او میدان وردګ کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

په میدان وردګ کې د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو انځور

د میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو چارواکي وایي، وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست صفي الله راید ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو سېلابونو په نتیجه کې چې تېره ورځ د دې ولایت په جلریز، نرخ او چک ولسوالیو کې راغلي، ۱۲ تنه لادرکه دي، ډېرې کرنیزې ځمکې تخریب شوي او یو شمېر لارې بندې دي.

په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه مسوول قریشي بدلون ازادي راډيو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې د د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې د تېرې شپې د ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې یو تن په کې مړ شوی او ۳ نور لا هم تري تم دي.

د بدلون په خبره، دغه سېلابونه چې ډېری یې په بټي کوټ، کوټ، روداتو، ښېوې او سره رود ولسوالیو کې راوتلي، په کې زرګونه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او یو شمېر کورونو ته یې هم زیان اوښتی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، همداشان د سره رود ولسوالۍ په نظر اباد سیمه کې یې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره یو پل هم په بشپړ ډول له منځه تللی چې له کبله یې دغه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

قریشي بدلون همداشان زیاتوي، چې په سره رود ولسوالۍ کې د برښنا یوه پایه هم نړېدلې چې ورسره د جلال اباد د ډېری سیمو برښنا هم پرې شوې ده.