ایران په جنوب کې سېلابونو لږترلږه ۱۸ کسان مړه کړي

د ایران په فارس کې راوتلي سېلابونه

د ایران د جنوب په وچکالۍ ځپلې سیمه کې سېلابونو لږترلږه ۱۸ کسان مړه کړي دي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې دا سېلابونه په فارس ولایت کې له درنو بارانونو وروسته راوتلي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي٬ چې سېلابونو د ایستهبان ښار څو ښارونه او کلي ویجاړ کړي دي.

د دوی په وینا د ژغورنې ډلو ۵۵ کسان ژغورلي دي خو یو شمېر نور لاهم تري تم دي.