روسي ځواکونو د اوکراین پر ختیځ ښار سلویانسک بمباري کړې

ارشیف

د اوکراین ختیځ ښار سلویانسک له هغو سیمو څخه دی٬ چې روسي ځواکونو د اوکراین د غلې د صادراتو په اړه د نړیوال تړون د لاسلیک په ورځ بمباري پرې وکړه.

د دونېڅک سیمې د پوځي ادارې مشر پاولو کیري لینکو پرون وویل، د روسیې پوځ په سلویانسک کې د استوګنې پر سیمو خوشه یي بمونه او نور مهمات واورول.

هغه زیاته کړه، دا عملیات وروسته له هغه وشول چې روسیې او اوکراین په استانبول کې له ترکيې او ملګروملتونو سره د اوکراین د غنمو صادراتو ته د اجازې ورکولو تړون لاسلیک کړ.