طالبان: له ایران سره د اوبو په اړه د شوې هوکړې عملي کول ستونزمن دي

د هلمند سيند

د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت سرپرست په افغانستان کې وچکالۍ ته په اشارې وايي، په اوسني وضعیت کې له ایران سره د هلمند په سیند د شوې هوکړه‌لیک عملي کول سخت کار دی.

د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت د هلمند په اوبو د شوي توافق عملي کول په اوسنیو وختونو کې ستونزمن بولي.

د دې وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د شنبې په ورځ په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز خبریالانو ته وویل، داسې مهال په نیمروز او هلمند کې کروندګر د خپلو ځمکو لپاره اوبه نه‌لري، یو شمېر حیوانات د اوبو د کمي له امله مړه شوي او ان خلک د څښاک لپاره کافي اوبه نه‌لري، له همدې امله د هلمند له اوبو د ایران ګټه ستونزمنه ده.

منصور له ایراني چارواکو سره د طالبانو د وروستیو مذاکراتو په اړه وویل، له دوی سره د حق‌ابې د نویو اصولو په اړه خبرې شوي.

هغه زیاته کړه: "هغوی سره مو ناسته په دې اساس وه چې راځئ سره کېنوو، کومه موافقه چې شوې او روح د دې موافقې دی، هلته به موږ سټېشنونه جوړ کړو. ماشین الات به ولګوو چې تا ته څومره اوبه درځي، هغه به هم معلوم شي که نه درتلې، هغه هم معلومېږي. اوس دې ته هغوی موږ اماده کړي. حتی په تېر نظام کې چې ټوله دنیا یې ترڅنګ ولاړه وه، هغوی دې ته اماده نه‌شوو. اوس موږ سره اماده شوي چې موږ په مرز کې دا ماشین الات ولګوو چې هم حق‌ابه معلومه کړو چې جنجالونه هم ورک شي او دا خبرې هم سپینې شي چې چا اوبه خرڅې کړي او چا څه وکړل."

پخواني افغان چارواکي وايي، ایران د هوکړې له لاسلیک مخکې او وروسته په اوسط ډول هر کال ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارده مترمکعب اوبه له دې سینده ترلاسه کولې او باید ومني چې تل یې له حقه زیاتې اوبې ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې د جمهوري نظام پر مهال د اوبو د تنظیم د ملي ادارې رییس خان محمد تکل له ایراني چارواکو سره د هلمند سیند د اوبو سره هر ډول نوې خبرې غیر قانوني، د نه منلو او ملي خیانت بللې وې.

تکل په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه لیکلي و: "زما د معلوماتو له مخې به په نږدې راتلونکي کې ایراني چارواکو سره په کابل کې ناسته ترسره کېږي چې طالبانو ور سره منلې هم ده. لومړی خو باید ووایم چې دا ناسته هم د تېرو ناستو په څېر د ایران له طرفه یو نمایشي ناسته ده چې د معاهدې د تطبیق لپاره نه، بلکې د نقض لپاره یې د اسنادو پرېښودل دي."

د هغه په خبره، ایران د هوکړې له لاسلیک مخکې او وروسته په اوسط ډول هر کال ۲.۵ څخه تر ۳ میلیارده مترمکعب اوبه له دې سینده ترلاسه کولې او باید ومني چې تل یې له حقه زیاتې اوبې ترلاسه کړي دي.

خو طالبان په ځلونو ویلي، له ایران سره د هلمند په سیند د پخوانۍ توافق نامې عملي کېدو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رییس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي و، هڅه کوي چې له طالبانو سره د اوبو د وېش په اړه یوې نوې هوکړې ته ورسېږي.