اسټرالیایۍ خبریاله: طالبان پر ما د جاسوسۍ ادعا نه شي ثابتولی

استرالیایۍ خبریاله لېن او ډونیل

اسټرالیایۍ خبریاله لېن او ډونیل وايي، طالبان په دې د جاسوسۍ ادعا نه شي ثابتولی.

هغې په خپل یوه تازه ټوېټ کې ویلي دي٬ چې د طالبانو لخوا د دې په اړه جعلي ټوېټونه او د جاسوسۍ ادعا رښتیا نه دي.

او ډونیل له دې سره د طالبانو سیالي د مسخرې وړ بللې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه ټوېټ کې اسټرالیایۍ خبریاله لېن او ډونیل په افغانستان کې په جاسوسۍ تورنه کړه او زیاته یې کړه٬ چې نور به د خبریالانو په نوم بهرني جاسوسان په افغانستان کې پرېنږدي.

خو او ډونیل بیا ویلي٬ چې د طالبانو لخوا ځکه بخښنې غوښتلو او له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوه چې له وړو نجونو سره د طالبانو د اجباري ودونو په اړه یې په راپورونو کار کړی و.