روسي او اوکرایني چارواکو د غلې د صادراتو اړونده موافقه لاسلیک کړه

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش پرون وویل، دی په دې باور دی چې دا موافقه به په ټوله نړۍ کې د خوراکي موادو د کمښت بحران کم کړي.

روسي او اوکرایني چارواکو په استانبول کې د ملګروملتونو په ملاتړ د اوکراین د غلې د صادراتو اړونده موافقه لاسلیک کړه.

د دې موافقې په اساس اوکراین کولای شي چې خپله غله بهر ته صادره کړي څو پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په نړۍ کې د خوراکي موادو رامنځته شوی بحران اوار شي.

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو او د اوکراین د تاسیساتو وزیر اولیکساندر کوبراکوف د دې موافقې اړوند جلا اسناد پرون له ملګروملتونو او ترکیې سره هم لاسلیک کړل.

د پرونۍ موافقې په اساس د اوکراین په بندرونو کې بند پاتې ۲۲ میلیون ټنه غنم او نور غله جات اوس بهر ته صادرېدلای شي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش پرون وویل، دی په دې باور دی چې دا موافقه به په ټوله نړۍ کې د خوراکي موادو د کمښت بحران کم کړي او د ده په وینا ډېره ګټه به یې بېوزلو هېوادونو ته ورسېږي چې له افلاس او قحطۍ سره لاس ګرېوان دي.