د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان دې اجمل حقيقي ژر تر ژره ازاد کړي

ارشيف

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبان باید افغان یوټیوبر اجمل حقیقي ژر تر ژره ازاد کړي.

د دغه سازمان د افغانستان د څانګې یوه څېړونکې فرشته عباسي وایي، طالبان په بند کې د ښاغلي حقیقي د ساتلو لپاره هیڅ قانع کوونکی دلیل نه‌لري.

مېرمن عباسي ازادۍ راډیو ته وویل: "د یوه افغان یوټیوبر اجمل حقیقي او د هغه د ټیم د ناقانونه نیولو قضیه لا هم روانه ده، څو میاشتې کېږي چې هغوی د طالبانو له خوا نیول شوي، متاسفانه تر اوسه په دې اړه هم معلومات نه‌شته چې دوی چېرته دي؟ مدافع وکیل ته لاس رسی لري او که نه او ایا کورنۍ یې هغوی لیدلی شي؟"

طالبانو نژدې یوه نیمه میاشت وړاندې د جوزا په اتلسمه وویل چې حقیقي او ټیم یې مقدساتو ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي.

د یوټیوبرانو له دې ډلې یو کس خوشې شوی، خو د نورو برخه لیک لا روښانه نه دی.