د پکتيکا يو شمېر خلک: پرله‌پسې زلزلو له کار او ژونده ايستلي يو

پکتيکا، هلته چې زلزلې سلګونه کورنه ويجاړ کړي

د پکتیکا د ګیان او برمل ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسي پرلپسې زلزلو له کار او ژونده ویستلي دي.

دوی په افغانستان کې له واکمن نظامه غواړي، چې د یادې سیمې اوسېدونکي دې د نورو احتمالي خطرونو نه د مخنیوي په هدف نورو سیمو ته انتقال کړي.

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي فکر کوي چې ښايي دغلته په غرونو کې د لاوا یا اتش فشان د راپيدا کېدو خطر موجود وي.

دوی وايي د زلزلو پرلپسې والي او نورو شواهدو ته په کتو فکر کېږي چې ښايي په سیمه کې لاوا یا اتش فشان راپیدا شي، چې د راپیدا کېدو په صورت کې به خلکو ته درانه ځاني زیانونه واوړي.

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي اول خان ازادي راډيو ته وویل: "اوس مو غوښتنه دا ده چې د سیمې د خلکو لپاره په یو بل ځای کې د استوګنې ځایونه برابر شي، ځکه دغلته د ژوند کولو امکانات نه‌شته، دغه شان باید حکومت سیمې ته د ځمکپوهنې یو مسلکي ټیم واستوي چې د زلزلې د رامنځته کېدو لاملونه معلوم کړي."

زلزلو پکتيکا او خوست کې سلګونه کورونه ويجاړ کړي

د سیمې يو بل اوسېدونکی مامور الماس وايي: "په ګیان ولسوالۍ کې پرلپسې زلزلې روانې دي، د دې ولسوالۍ د ږلۍ په نوم یو کلی دی چې ان په څلرویشت ساعتونو کې په کې تر څلوېښت واره زلزله شوې ده."

دوی وايي له هماغه لومړۍ زلزلې را وروسته چې سلګونه کورنیو ته يې مرګ ژوبله واړوله تر تېرې شپې په سیمه کې پرلپسې زلزلې کېږي، چې وخت ناوخت مالي او ځاني زیانونه اړوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي دوه شپې وړاندې په څلرویشت ساعتونو کې ان دېرش نه تر څلوېښت د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د یادونې ده، چې مخکې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پکتیکا ولایت ته په سفر کې، زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو ډاډ ورکړی و.

سيمه کې لا هم خلک بېړنيو روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري چې په دې برخه کې يو شمېر مؤسسو خدمات هم وړاندې کړي دي.

په ورته وخت کې طبیعې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، ټاکل شوې چې نن یا سبا سیمې ته د دوی مسلکي ټيمونه سفر وکړي تر څو معلومه کړی چې د پرلپسې زلزلو د رامنځته کېدو لاملونه څه دي.

د دې وزارت ویاند نسیم حقاني ازادي راډيو ته وویل: "مسلکي ټیمونه سیمې ته استول کېږي، ټاکل شوی پلاوی نن هم جلسه لري او له دې وروسته سیمې ته مسلکي خلک استول کېږي او دوی به هلته څېړنې کوي د زلزلو د کېدو لاملونه به معلوموي او دغه شان به په دې کار کوي چې ایا په دې سیمه کې د استوګنې امکانات شته کنه، چې کله دا پلاوی بېرته راستون شي نو پرېکړه به کېږي چې د سیمې اوسېدونکي ګاونډيو ولسوالیو یا هم مرکز ته انتقال شي."

په دې اړه نور: پکتيکا کې د زلزلې دوام؛ زلزله ځپلي روغتيايي مرستو ته اړتيا لري

د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسواليو کې یو میاشت مخکې د یوې زوروې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او د دې دوه برابره نور ټپیان شول، چې د ځايي خلکو ګڼ د استوګنې کورونه یې هم ونړول.

که څه هم یادې سیمې ته کورنیو او نړیوالو خیریه بنسټونو مرستې واستولې، خو لا هم د زلزلې ډېری قربانیان وايي، په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په زلزله ځپلیو سیمو کې د ناپاکو اوبو د استعمال له امله د کولرا ناروغي چې د افغانستان په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک پرې اخته شوي دي، خپره شوې، خو د پکتیکا طالب چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.