يوه چينايي شرکت د افغانستان د کانونو استخراج لپاره تياری ښودلی

چينايي پلاوی له طالب چارواکو سره

د طالبانو حکومت د چارو اداره وايي، یوه چینايي خصوصي شرکت د افغانستان د کانونو د معیاري استخراج لپاره تياری ښودلی.

یادې ادارې پر خپه وېبپاڼه لیکلي، چې د وان یس تایناز په نوم د چینايي شرکت مشر جانګ باو مبنګ د طالبانو حکومت د چارو ادارې د دولتي چارو د انسجام له مرستیال مولوي نورالحق انور سره په لیدنه کې ویلي، تیار دي، چې په لوړه بیه د افغانستان کانونه استخراج کړي.

د یاد چینايي شرکت مشر ویلي، فني اشخاص او وسایل لري، چې کولی شي په باکیفیته ډول د افغانستان کانونه استخراج کړي.

د طالبانو حکومت د چارو ادارې مرستیال مولوي نورالحق انور په دې ناسته کې ویلي چې دوی به د یس تایناز شرکت غوښتنه او شرایط له اړوندو وزارتونو سره شریکه او وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.