پاکستانۍ روپۍ د ډالر په وړاندې ريکاډ کچې ته ټيټه شوې

ډالر او پاکستانۍ روپۍ

د ډالرو په وړاندې د پاکستانۍ روپيو ارزښت په کمسارې ډول ښکته شوی دی.

پرون یو ډالر په بانک کې په دوه سوه څلرویشت پاکستاني روپیو تبادله شو، یوه ورځ مخکې تر دې یو ډالر دوه سوه پنځلس روپۍ کېده.

د پاکستاني روپۍ د ښکته کېدو علت په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي یاده شوې ده چې د پنجاب ایالتي انتخاباتو دا بې ثباتي چټکه کړه.

په دې ایالت کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف اپوزيسیون ګوند له شلو څوکیو پنځلس خپلې کړې.