ماليې وزارت: ښځو ته پر خپل ځای د نارينو د ګمارنې اختيار ورکړل شوی دی

ساختمان وزارت مالیه افغانستان در کابل

د طالبانو مالیې وزارت وایي چې د دې وزارت له ټولو ښځینه کارکوونکو څخه یې نه دي غوښتي چې په خپل ځای د کورنۍ یو غړی دې وزارت ته ور وپيژني.

دې وزارت پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې یوازې د عوایدو عمومي ریاست د کاري فشار راکمولو او د چارو د چټکتیا په هدف خپلو ښځینه کارکوونکو ته اختیار ورکړی چې کولی شي د خپلې کورنۍ کوم نارینه غړی د خپل ځای ناستي په صفت دې ریاست ته ورمعرفي کړي.

تر دې مخکې د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د طالبانو مالیې وزارت له ټولو ښځینه کارکوونکو غوښتې دي چې په خپل ځای د کورنۍ یو نارینه غړی دې وزارت ته ور وپېژني.

د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، یو شمېر ښځینه مامورینې یې په کورونو کښېنولې دي او وایي چې دوی دې کار نه کوي معاش به کورته ور رسيږي.

د ښځینه حقونو مدافعان دا د دوی د بشري حقونو پر ضد پرېکړه بولي او وایي چې ښځه د نارینه په څېر د کار حق لري.