ملګرو ملتونو د سرپل په بلخاب کې ۲۳۰۰ کورنيو سره مرستې کړي

مرستې

ملګرو ملتونو د سرپل په بلخاب ولسوالي کې له دوه زره درې سوه کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده او همدا راز یې دوی ته طبي وسایل چمتو کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبراوف دا خبره پرون په خپل ټویټر کې خپره کړه او ده دا هم لیکلي دي چې نورو مرستو ته اړتیا شته چې نورې مرستې هم يادې سيمې ته پر لاره دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې په بلخاب ولسوالۍ کې د جګړو له امله د ملګرو ملتونو په وینا تر پنځه ویشت زره ډير کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شول.