په کندهار کې ۵۶ سلنه ماشومان د پولیو ضد له واکسینه پاتې

ارشیف

په کندهار کې روغتیايي مسوولان وايي، د پولیو ضد په تېر کمپاین کې د دغه ولایت ۵۶ سلنه ماشومان د پولیو له واکسینه پاتې شوي دي.

له هغه وروسته چې د پولیو کمپاین د کور په کور پر ځای مسجد په مسجد پيل شوی، په هر ځل کمپاین کې له نیم څخه ډېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي.

سره له دې چې د پولیو ناروغۍ په اړه همکارو موسسو د عامه پوهاوي په برخه زیات کار کړی خو بیا هم په یو شمېر سیمو کې خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو د دوه څاڅکي واکسین سره مخالفت لري.

نور تفصیل د صادق رښتیني په دې راپور کې، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کندهار کې ۵۶ سلنه ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاته شوي