روسي پوليسو په ژوندۍ خپرونه کې د جګړې پر ضد اعتراض کوونکې خبرياله نيولې

مرینا اوفسیانیکوا

روسي پولیسو د ( چینل ۱ ) ټلوېزیون هغه خبریاله توقیف کړې چې په ژوندۍ ټلوېزیوني خپرونه کې یې د جګړې په ضد اعتراض کړی و.

مرینا اوفسیانیکوا ( Marina Ovsyannikova ) تېره مارچ میاشت کې له یوې تابلو سره تلوېزیون کې څرګنده شوه او وې ویل " په تبلیغاتو باور مه کوی او جګړه و دروی".

د روسیې د چینل۱ تلوېزیون خبریالې مرینا اوفسیانیکوا پر خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي چې په کراسنوسیلسکي سیمه کې د پولیسو ماموریت ته بیول شوې ده.

د هغې مدافع وکیل هم ویلي چې موکله یې د پولیسو له خوا توقیف شوې ده.

مرینا لیکلي، نوموړې د یوې وروستۍ مرکې له کبله د روسیې د پوځ د اقداماتو په بې اعتباره کولو تورنه شوې ده.

هغې دا مرکه د اپوزیسیون د سیاستوال ایلیا یاشین په پلوي کړې وه، چې د روسیې د پوځ په اړه د ناسمو اطلاعاتو خپرولو د ادعاوو له کبله تر محاکمې مخکې په توقیف کې دی.

مرینا چې د جګړې خلاف د ژوندیو خپرونو په وړاندې کولو مشهوره ده، په مارچ میاشت کې په یوه ژوندۍ ټلویزیوني خپرونه کې یو شعار په لاس کې راڅرګنده شوه چې پرې لیکل شوي وو" پر پروپاګند باور مه کوئ. جګړه ودروئ. دوی تاسو ته دروغ وایي".

نوموړې تېره اونۍ کریملین ماڼۍ ته څېرمه اعتراض هم کړی و .

نوموړې تېره اونۍ کریملین ماڼۍ ته څېرمه اعتراض هم کړی و.

هغې د اعتراض پر مهال پر یوه بنر لیکلي و، " پوتین قاتل دی، سرتیري یې فاشیستان دي".

دې د اوکراین په جګړه کې د وژل شویو ماشومانو عکسونه هم له ځان سره ایښي و.

مرینا اوفسیانیکوا تېره اپریل میاشت کې هم د ناقانونه اعتراضاتو د بللو له کبله توقیف او دېرش زره روبله، چې پنځه سوه ډالر کیږي، جریمه شوه.

مرینا پر ټلوېزیون له اعتراضونو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه او څو میاشتې یې د اوکراین په ګډون بهر کې تېرې کړې.

هغې په پرله پسې ډول پر اوکراین د روسیې د یرغل غندنه کوله.

روسیې د هغو خبریالانو او فعالانو توقیف او قانوني تعقیب زیات کړی چې پر اوکراین د یرغل له کبله یې کریملین چلنج کړی دی.

د روسیې حکومت پر اوکراین یرغل " ځانګړي عملیات" بللي او د جګړې نوم یې نه دی ورکړی.