د "جګړه ودروئ" شعار لرونکې روسي خبرياله مسکو کې ونيول شوه

د روسیې د چنل یو ټلوېزیون خبریاله مارینا اوفسیانیکووا

د روسیې د چنل یو ټلوېزیون خبریاله مارینا اوفسیانیکووا په مسکو کې د پولیسو له خوا ونیول شوه.

هغه چې د جګړې خلاف د ژوندیو خپرونو په وړاندې کولو مشهوره ده، په مارچ میاشت کې په یوه ژوندۍ ټلوېزیوني خپرونه کې یو شعار په لاس کې راڅرګنده شوه چې پرې لیکل شوي وو، "پر پروپاګند باور مه کوئ. جګړه ودروئ."

اوفسیانیکووا پرون د انسټاګرام په یوه مطلب کې ویلي د مسکو په کراسنوسیلسکي کې د پولیسو ماموریت ته بېول شوې ده. د هغې مدافع وکیل هم د هغې نیول کېدل تایید کړي دي.

هغې وروسته لیکلي، د یوې وروستۍ مرکې له کبله د روسیې د پوځ د اقداماتو په بې اعتبارولو تورنه شوې ده.

هغې دا مرکه د اپوزیسیون د سیاستوال ایلیا یاشین په پلوي ورکړې وه، چې د روسیې د پوځ په اړه د ناسمو اطلاعاتو خپرولو د ادعاوو له کبله تر محاکمې مخکې په توقیف کې دی.