ایران پر لسګونه امریکايانو بندیزونه ولګول

د ايران بيرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا پر ۶۱ نورو وګړو بندیزونه اعلان کړل، چې په هغوی د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پامپیو هم شامل دی.

پر پامپیو دغه بندیز د ایران د یوې تبعید شوې مخالفې ډلې د ملاتړ له کبله لګول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه وویل، د مجاهدین خلق سازمان په نوم د ایران د تبعید شوې ډلې د ملاتړ ښوولو له کبله د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر مدافع وکیل رودي جولیاني او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پر پخواني سلاکار جان بولټن هم بندیز لګول شوی دی.

د وزارت په خبره د ۶۱ کسانو په دغه فهرست کې د امریکا د کانګرس ځینې غړي هم شامل دي.

مجاهدین خلق سازمان د ایران د اسلامي رژیم د ړنګېدو پلوي کوي.