امریکا: د بې پيلوټه الوتکو ارزونې په موخه روسي پلاويو ايران ته سفرونه کړي

د ايران بې پیلوټه الوتکې

واشنګټن وايي، د روسیې پوځي هیئتونو په تېرو دوو میاشتو کې دوه ځل ایران ته سفرونه کړي، چې د ایران بې پېلوټه الوتکې وارزوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان پرون شنبه وویل، په داسې حال کې چې مسکو په اوکراین کې د خپلې جګړې د پیاوړتیا لپاره د خپلو پوځي زېرمو د تقويې هڅه کوي، روسي چارواکو په وروستیو کې دوه ځلې ایران ته سفر کړی، چې د ده په وینا په ایران کې جوړې شوې بې پېلوټه الوتکې وارزوي.

جک سالیوان په یوه اعلامیه کې وویل، ایران د کاشان په هوايي ډګر کې د جون میاشتې پر اتمه او د جولای میاشتې پر پنځمه روسي هیئت ته د بې پېلوټه الوتکو د دوو نندارو کوربه و.

د سټلایټونو له خوا په هغو تصويرونو کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپاره شوي د ایران شاهدـ۱۶۱ او شاهدـ۱۲۹ ډوله الوتکې یا د الوتنې پر مهال یا هم د الوتنې ساحې ته نږدې تر سترګو کېږي.

سپینې ماڼۍ د دې اوونۍ په لومړیو کې ویلي وو، په دې باور لري، چې مسکو د سلګونو بې پېلوټه الوتکو د ترلاسه کولو هڅه کوي او ټاکل شوې روانه میلادي میاشت تهران د دغو الوتکو د کارونې لپاره روسي ځواکونه وروزي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

بلخوا د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، دغه بې پېلوټه الوتکې هم کېدی شي د سیمو د تثبیت او څارنې دغه راز هم د مهماتو د لېږدولو او تسلیمۍ لپاره وکارل شي.

ایران تېر سې شنبه وویل، د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته، د تهران او مسکو ترمنځ د ټکنالوژۍ په ډګر کې همکاریو، خاص تغییر نه دی کړی.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د امریکا متحدو ایالتونو او متحدانو یې په وروستیو کې د هیمارس په نوم د هدایت کېدونکو توغندیو په ګډون د اوکراین ځواکونو ته زیات لیرواټنه توغنډي ورکړي، چې دغه ځواکونه وکړای شي د اوکراین په ختیځ کې د روسیې حملې شنډې او د روسیې پر هدافو بریدونه وکړای شي.

د اوکراین په جګړه کې د بې پېلوټه الوتکو کارول د جګړې دواړو لوریو ته مهم ښکاري، هم روسي ځواکونه، هم اوکرایني ځواکونه له دغو الوتکو له لیرې واټن څخه د توغندیو یا هم د وړو بمونو د ویشتلو لپاره کار اخلي. دغه الوتکې د سیمو د تثبیت او څارنې لپاره په عملیاتو کې هم کارول کېږي.

د اوکراین چارواکو ویلي، کله چې روسي چارواکو خپلو سرتېرو ته امر وکړ، چې د اوکراین په ټولو ساحو کې خپل اقدامات سخت کړي، پرون د اوکراین په بېلابېلو ښارونو کې د روسي ځواکونو په حملو او توغندیو لږ تر لږه ۱۶ ملکیان ووژل شول.