تاجکستان: افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته شوې

ارشیف

تاجکستان وايي، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

د تاجکستان د ګمرکي خدماتو اداره وايي، د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۶ میلیون ډالره زیات دي.

تاجکستان، افغانستان ته سمینټ، سکاره او کرنیز محصولات صادروي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، سره له دې چې د دواړو خواوو اړیکې ډېرې ښې نه دي خو تاجکستان افغانستاان ته د برښنا صادرات نه دي درولي.

دا هېواد افغانستان ته د ورځې شاوخوا ۹ میلیون کیلو واټه برښنا صادروي.