جوبایډن او محمود عباس سره لیدلي

د عکس ښي لور ته محمود عباس او چپ لور ته جو بایډن

د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو مشر محمود عباس پرون د فلسطینیانو په خاوره کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په کتنه کې له هغه وپوښتل چې د اسراییل له ۷۴ کاله غضب، دربدرۍ او مصیبتونو وروسته به دا وضعیت کله پای ته ورسېږي؟

دا په تېرو پنځو کلونو کې د امریکا له ولسمشر سره د یوه فلسطیني مشر لومړنۍ کتنه وه.

عباس وویل، د اوسلو د تړون پر اساس له اسراییلو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د سولې د تړون پر اساس د بشپړې او هراړخیزې سولې تمه لري.