اوکرايني چارواکي: روسي پوځيانو تېره شپه په خارکيف سخت توغنديز بريدونه کړي

د اوکراين د جګړې تازه انځور

د اوکراین چارواکي د تېرې شپې پر مهال په خارکیف کې د روسي پوځیانو له خوا د توغندیو د سختو بریدونو خبر ورکوي.

د اوکراین په جنوب لویدیځ کې چې پر یوه ودانۍ په بمبارۍ کې ګڼ کسان وژل شوي، د خلکو د موندنې او ژغورنې هڅې لا هم دوام لري.

د دې تر څنګ د شلو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو ډلې یا G-20 د مالیې رهبران نن جمعه د انډونیزیا په بالي ټاپو کې سره جرګه کېږي.

کوربه هېواد انډونیزیا وايي پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته دا غونډه د بشري غمیزې کمولو لپاره مهمه ده.

د اوکراین د اضطراري خدماتو دولتي ادارې راپور ورکړی، چې نن سهار وختي پر ځايي وخت له ۳ بجو د خارکیف اوبلاست او د سیمې مرکزي برخه په توغندیو لګېدلي دي.

دغه اداره وايي په دغو توغندیو لږ تر لږه یو کور په نښه کړی او یوې تعلیمي ادارې ته نږدې لګېدلي، خو لا د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

سيمه کې وضعيت خراب بلل شوی دی.

کییف له څو اوونیو تور لګوي چې روسي ځواکونه هڅه کوي په روانه جګړه کې خارکیف د جګړې په لومړۍ کرښه بدل کړي.

دغه جګړه تر ډېره د اوکراین ختیځو سیمو ته غځېدلي چې روس-پلوه بېلتون غوښتونکو په کې له ۲۰۱۴م کال راهیسې ځینې سیمې لاندې کړې دي.

بلخوا د ژغورونکو ډلې هڅه کوي لږ تر لږه د ځینو هغو ۳۹ کسانو ځای تثبیت کړي، چې پرون د اوکراین په مرکزي ښارګوټي وینېڅیا کې یې د روسې د میزاییلو تر لګېدو وروسته د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

د میزاییلو په دغو حملو کې په لسګونو نور ملکیان وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.

د اوکراين د جګړې تازه انځور

د دې تر څنګ اوکرایني چارواکي وايي د جګړې له لومړۍ کرښې څوسوه کیلومتره لیرې پر یوه ښارګوټي په پرونۍ حمله کې د درېیو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

دا حمله داسې وخت شوې، چې د اروپايي ټولنې چارواکي د هالنډ په هاګ کې په اوکراین کې د جنګي جنایتونو پر موضوع د بحث لپاره سره جرګه شوي.

د اوکراین د اضطراري خدماتو اداره وايي پر وینېڅیا په حمله کې ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.

ښاري شورا وايي د ګڼو ټپیانو وضعیت خراب دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي دغه حمله د ټروریزم یو عمل بللی دی.