اوکراين: د روسيې په توغنديز بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي

د روسي د بريد يو انځور چې تلفات يې اړولي

د اوکراین په مرکزي برخه کې پر (وینیڅیا) د روسیې له لوري د توغندويي برید له کبله لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي دي.

د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې د دغه برید تصویرونه خپاره کړي دي.

په تصویرونو کې موټرونه لیدل کېږي چې د اور لمبې پکې بلې دي او اور وژونکي هڅه کوي چې په یوه ویجاړه شوې ودانۍ کې اور ووژني.

ويل شوي دي چې ښايي د تلفاتو شمېره تغير شي.