د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

نړيوالې ورځپاڼې

انترسیپټ خپرونه:

انترسیپټ خپرونې د امریکا د هغه فدرال قانون یادونه کړې چې د دې هېواد د دفاع وزارت بودجه او مصارف مشخصوي.

په مقاله کې راغلي چې د دفاع وزارت د ۲۰۲۳م کال لپاره د بودجې په اړه تر رایو مخکې د امریکا په کانګریس کې د منیسوټا ایالت استازې الهان عمر په دې مسوده کې د ځینو اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

د مقالې په وینا د پوځي مصارفو په قانون کې دا اصلاحات افغانستان ته د امریکايي بشري مرستو د سقوط د مخنیوي په هدف وو.

د پوځي مصارفو دا قانون د دفاع وزارت مخه نیسي چې هیڅ ډول پیسې یا مهم توکي طالبانو او د طالبانو نورو اړوندو ادارو یا کسانو ته انتقال نه‌کړي.

وروسته لولو چې دا قانون د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته امریکايي مرستې په اغېزناکه توګه قطع کوي.

په دغو مرستو کې د مقالې په وینا خوراکي توکي، د روغتیا تجهیزات او داسي نور شامل دي چې اوسمهال ملیونونه افغانان ورته اړتیا لري.

په مقاله کې د امریکا هغو مرستو ته هم اشاره شوې چې له زلزله ځپلو سره یې وکړې چې تر دې وروسته به له افغانستان سره دا ډول مرستې امکان نه‌لري.

په کانګریس کې استازې الهان عمر انترسيپت خپرونې ته ویلي: اوس مهال افغانستان په نړۍ کې تر ټولو وحشتناکه بشري بحران سره مخامخ دی، شا او خوا ۹۵ فیصده افغانان کافي خواړه نه‌لري.

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپاڼې د افغان سندرغاړو او هنرمندانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله د یوه سندرغاړي اجمل هیکلزاده په کیسه پیل شوې چې وايي ۴۴ کاله مخکې د ده پلار له افغانستانه کدوال شوی وو او په ۲۰۰۱م کال کې کله چې امریکا د طالبانو رژيم له منځه یووړ، بېرته افغانستان ته ستون شو.

دوې لسیزې وروسته دی د طالبانو له بېرې یو ځل بیا له افغانستانه کډوال شوی دی.

په مقاله کې لولو چې هیکلزاده اوس په پېښور کې اوسي او وایي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هنرمندانو او سندغاړو له بېرې د موسیقۍ الات پټ کړل او د موسیقۍ ادارې وتړل شوې.

خو د مقالې په وینا پاکستان هم افغان کډوالو ته هغه خوندیتوب نه دی ورکړی چې دوی یې هیله درلوده.

تېره میاشت هیکلزاده پولیسو ونیو ځکه د ده په وینا پاکستاني اسناد یې نه درلودل او د کډوال په توګه نه دی ثبت شوی.

په مقاله کې راغلي چې ورته پېښه له یوه ۲۴ کلن هنرمند ندیم شاه او څلورو نورو افغان سندرغاړو سره شوې وه چې ګواکي دوی په غیر قانوني توګه په پاکستان کې شپې ورځې تېروي.

پاکستان له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د لږ تر لږه ۱.۴ میلیونو راجستر شویو کډوالو او له ۱.۵ میلیونو څخه د زیاتو غیر راجستر شویو کډوالو کوربه‌توب کوي چې د مقالې په وینا هيڅ قانوني حیثیت نه‌لري.

تېر کال وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کې واک تر لاسه کړ، سلګونه زره افغانان پاکستان ته کډه شول.

مقاله یادونه کوي چې دغه افغانان غواړي په پاکستان کې راجستر شي ځکه افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دی.