ټاکل شوې نن د افغان حاجيانو لومړۍ ډله کابل ته راستنه شي

افغان حاجيان

ټاکل شوې چې د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه نن د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رسنیو ته په استولي بلنیک کې ویلي، چې افغان حاجیانو ته به د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي او د دغه وزارت یو شمېر مسوولین هرکلی ووايي.

د یادونې ده، چې سږ کال له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ تنو د حج مراسم ادا کړل.

دغه افغان حاجيان د اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر هوايي شرکت په پروازونو کې سعودي عربستان ته تللي او بېرته به هم د همدغو دوو شرکتونو په الوتکو کې افغانستان ته راستانه شي.