اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه هڅه کوي د دونباس پر سيمه بشپړ کنترول ترلاسه کړي

ارشيف

اوکرایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو تېره ورځ د دونباس سیمې د بشپړ نیولو لپاره هڅو ته دوام ورکړ او د اوکراین په ټوله ختیځه سیمه کې یې ډزې روانې وې.

د لوهانسک والي سرهي هایدي ویلي، ځواکونو یې د لوهانسک په ګاونډ کې د دوو کلیو د ساتنې په هدف چې د جګړې تر اور لاندې و، مقاومت وکړ.

هایدي ادعا کړې چې روسیه غواړي دونباس سیمه له خاورو سره خاورې کړي.

بل لورته تاس خبري اژانس د یوه روس پلوه بیلتون غوښتونکي چارواکي په حواله ویلي، روسي ځواکونه سولدار ښارګوټي ته ننوتلي او څو ورځو کې به یې ونیسي.

خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.