کابل کې 'شپږيزه' کرېکټ سياليو ته چمتووالی روان دی

د تېر شپږيزه ليګ يو انځور

ټاکل شوې ده چې دا لوبې راتلونکې اونۍ دوشنبې د جولای په اتلسمه په کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته د دې لوبو د چمتوالي په اړه لیدونکو ته ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل: "د دغو سیالیو لپاره افغان کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی دی، که خدای کول په ډېر ښه شکل به دا لوبې په کابل کې پیل شي. کرېکټ بورډ د لیدونکو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولې دي، نو مینه‌وال کولی شي چې د لوبو ډګر ته راشي، له نژدې له دې لوبو خوند واخلي."

د شپږیزې په دې اتم پړاو سیالیو کې چې د اګست په پنځمه پای ته رسیږي د افغانستان اته پیاوړې کرېکټ لوبډلې به سره مسابقې وکړي.