انتوني بلينکن: روسيې په زوره له اوکراين سلګونه زره اوکراينيان ايستلي

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن روسیه تورنه کړه چې په سلګونو زره اوکراینیان یې د اوکراین له ختیځ او جنوب څخه په زوره ایستلي دي.

انتوني بلینکن وایي چې له اټکل سره سم روسیې له نهه لکو تر یو میلیون او شپږ سوه زرو پورې اوکراینیان د تصفیوي عملیاتو پر مهال له ځانونو سره روسیې ته وړې دي او د دې کسانو یو شمیر یې د روسیې په لرې ختیځ سیمه کې چې هلته خلک ژوند نه کوي ځای پر ځای کړې دي.

ښاغلي بلینکن پرون په خپاره کړي بیان کې پر روسیې غږ وکړ چې له دغو تصفیوي عملیاتو چې د جینوا له کنوانسیون سره په ټکر کې دي، لاس واخلي.

دا بیان یوه ورځ مخکې تر دې خپور شو چې ټاکل شوې ده په هاګ کې له ادعا سره سم په اوکراین کې د جنګي جرمونو مساله د یوې غونډې په ترڅ کې وڅېړل شي.