د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير: د تاشکند په جوړېدونکې غونډه کې به طالبان هم ګډون وکړي

طالب پلاوی

د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دا خبره تایید کړه چې په تاشکند کې به په جوړیدونکې نړیواله غونډه کې د طالبانو استازي هم برخه واخلي.

ولادیمیر ناراف پرون په تاشکند کې رسنیو ته وویل چې د طالبانو له استازیو سره به پر دې خبرې وکړي چې هغه ژمنې پرځای کړي چې له نړیوالو سره یې کړې دي او په کابل کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

ټاکل شوې ده چې د تاشکند غونډه د جولای په پنځه ویشتمه او شپږ ویشتمه جوړه شي او پکې د لږ تر لږه شل هېوادو استازې ګډون وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، په دې غونډه کې د طالبانو برخه اخیستنه په دې معنا نه‌ده چې دوی د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.