د اوکراين پوځ: د روسي ځواکونو د تازه عملياتو په وړاندې پر چمتووالي بوخت يو

اوکرايني سرتېري

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې د پلیو ځواکونو د تازه عملیاتو په وړاندې په چمتووالي بوخت دي.

دا چمتووالی څو ورځې وروسته له هغې نیول کېږي، چې د اوکراین پر ختیځ د روسیې له خوا د توغندیو په پراخو حملو کې په لسګونو ملکیان ووژل شول.

روسي ځواکونو د دونیڅک ولایت او د دونباس د ټولو سیمو د نیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون ویلي روسي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ۳۴ هوايي حملې کړي.

د ده په وینا په چاسیف یار ښارګوټي کې پر یوه پنځه منزله ودانۍ د حملې د مړو شمېر ۳۳ ته زیات شوی دی.