امريکا: ايران د اوکراين په ضد روسيې ته بې‌پلوټه الوتکې ورکوي

د ايران بې‌پيلوټه الوتکه

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت وايي باور لري چې ایران په پام کې لري د اوکراین په جګړه کې د کارول کېدو لپاره روسیې ته «سلګونه» بې چلوونکي وسایط ورکړي.

امريکا ويلي چې په هغو کې د سلو لېږدوونکې بې پېلوټه الوتکې هم شاملې دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان پرون خبریالانو ته وویل، له واشنګټن سره معلومات شته چې ښيي ایران غواړي د دغو بې پېلوټه الوتکو د کارونې لپاره روسي ځواکونه و روزي.