د ولاديمير پوتين فرمان: د اوکراين ټولو وګړو ته د روسيې تابعيت ورکوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (دوشنبې) د یوه فرمان له لارې اعلان وکړ چې د اوکراین ټولو وګړو ته د روسیې تابعیت ورکوي.

د دې فرمان تر اعلانېدو مخکې د اوکراین د ختیځ د لوهانسک او دونیڅک ولایتونو او دغه راز د خرسون او زاپوریژیا ولایتونو ټولو اوسېدونکو ته د روسیې تابعیت ورکول کېده.

د دغو ولایتونو ډېره برخه روسي ځواکونو نیولې ده.