د طالبانو حکومت د تېلو له يوه واردوونکي شرکت سره موافقه لاسليک کړه

د کابل د مکرويانو سيمه کې د تېلو يو پمپ

د طالبانو حکومت د تېلو له یوه واردوونکي شرکت سره موافقه لاسلیک کړه چې نسبتاً په ارازانه بیه تېل وپلوري او په دې توګه د تېلو بیه ټیټه کړي.

په وروستیو اوونیو کې په کابل کې د تېلو بیه په چټکه لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د لاسلیک شوې موافقې له کبله به د تېلو بیه په سلو کې ۱۰ کمه شي.