عبدالحميد خراساني له طالبانو د خپلو وسله‌والو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

پنجشېر کې د طالبانو يو قوماندان عبدالحميد خراسانی

په پنجشېر کې د طالبانو یوه چارواکي عبدالحمید خراساني له طالب مشرانو په تېره بیا کورنیو چارو او دفاع وزیرانو غوښتي چې د ده وسله‌وال کسان په ناحقه نیول شوي او باید خوشې شي.

خراساني په یوه صوتي پیغام کې ویلي چې نه تسلیم شوی او نه یې تر اوسه پورې کومه چوکۍ غوښتې او حتی مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسېږي، له هغوی سره ملګری شوی دی.

ده د خپلو نیول شویو ملګرو نیول کېدو ته په اشارې ویلي: "د دوی جرم دا دی چې پکول یې پر سر دی، دوی یې نیولي دي او وايي چې دوی موټر تېز چلولی او داسې ناحقه بې اساسه خبرې کوي."

خراساني هلمندي طالبان په دې قضیه کې تورن بولي.

خراساني وايي، د ده په درو نیول شویو کسانو کې یو تن په دې خاطر چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه د پخواني حکومت د ځواکونو له لوري په مرمیو ټپی شوی و.

تر دې وړاندې د طالبانو یو هزاره قوماندان مهدي مجاهد د طالبانو له لیکو وروسته له دې بېل شو او د سرپل ولایت په بلخاب کې یې د طالبانو د حکومت په وړاندې جبهه جوړه کړه، چې نوموړی د بامیان د استخباراتو له ریاسته لېرې کړای شو.