زابل او هلمند کې سلګونه تنه په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي

هلمند کې د نس ناستې يو شمېر ناروغان

د هلمند ولایت په باغران ولسوالي کې ۵۹۰ تنه په کولرا اخته شوي او لږ تر لږه ۲۰ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندي ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د کولرا د خپرېدو له پیله تر پرونه پورې ۵۹۰ تنه ناروغان شوي او ۱۸ نور مړه شوي دي.

خو نورو طالب چارواکو په باغران کې د ۲۰ تنو مړینه تایید کړې ده.

ده وویل چې پرون یې د کولرا ټولټال ۸۰ پېښې ثبت کړي خو له ښه مرغه د دې ساري ناروغۍ له کبله د چا د مړینې راپور نه دی ورغلی.

د هلمندي په وینا، دهلمند دعامې روغتیا رئیس او لسګونه ډاګټران سیمې ته ورغلي حالات یې کنټرول کړي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست د مسؤلانو په قول ویلي چې باغران ولسوالۍ ته ګرځندویه روغتیايي ټېمونو استول شوي او د ناروغانو درملنه یې پيل کړې ده.

د نس ناستې ناروغۍ له امله د مړينې ډېرې پېښې د هلمند په باغران کې رامنځته شوې، هلته چې روغتيايي خدمات په نشت حساب دي.

په زابل کې هم د کولرا سلګونه پېښې ثبت شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي وايي، مخکې تر دې چې د دې ناروغۍ له کبله څوک مړه شي، دوی په وخت سیمو ته طبي عمله استولې او د ناروغانو درملنه یې کړې ده.

ډاکتر حکیمي په دې اړه وویل: "په دای چوپان، شاه جوۍ د شدیدې کولرا ناروغان ۱۸۰ کسه وو، زموږ ټیمونه پر وخت باندې هغو سیمو ته چې ناروغي په‌کې خپره شوې وه، ځانونه ورسول او په دې ټولو پېښو کې موږ له بده مرغه د دوو تنو مړینه لرله."

نس ناسته، کانګې، د عضلاتو درد او د ادرار کمېدل د دې شدیدې ساري ناروغۍ نښې دي او په دې ناروغۍ د اخته کس د بدن اوبه کمېږي.