طالبان: ځینو سیمو کې سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

ارشیف

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړولي.

د دغه وزارت مالي او اداري مشر غلام غوث ناصري نن په یوه پیغام کې وویل: "په دوو وروستیو ورځو کې په پکتیا، غزني، لغمان، لوګر او میدان وردک کې سېلابونه راوتلي. له امله یې شپږ کسان شهیدان او لس تنه ټپيان شوي. ۴۰۰ کورونه بشپړ وران او یو نیم زر نور قسماً تخریب شوي. کرنیزو ځمکو محصولات په بشپړه توګه له منځه تللي."

چارواکي وایي، چې دغو زیانمنو سره د مرستو لپاره سیمه ییز ټیمونه موظف شوي.

د هوا پېژندنې ادارې بیا تازه په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری هم ورکړی.