چارواکو د نورستان سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

ارشیف

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د دغه ریاست لپاره د طالبانو سرپرست رییس مولوي سمیع الحق حق بیان نن ازادي راډیو ته وویل، چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولایت د سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د نوموړي په خبره، په دغه سېلابونو کې اته کسان مړه شوي، د کونړ نورستان نښلونکې لارې یې ویجاړې کړي او پلونه، د خلکو د استوګني کورونه، دوکانونه او ان موټرې سېلابونو وړي دي.

نوموړی وايي، چې اوس تازه بیا په دغه ولایت کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د یادونې ده چې سېلابونو په غزني کې هم شپږ کسان مړه کړي دي.

وردګو او زابل کې یې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون تازه خبرداری ورکړی، چې په بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني،کندهار او زابل ولایتونو کې د سېلابونو او ورښتونو د پېښېدو امکان شته.