امریکا: د روسیې محدودیتونه ښايي د سریلانکا په ناکراریو کې ونډه لرلې وي

سریلانکا کې د خوړو او تېلو د سخت کموالي له کبله له څو اوونیو ناکرارۍ روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اوکراین د غله جاتو پر صادراتو د روسیې محدودیتونه ښايي د سریلانکا په وروستیو ناکراریو کې ونډه لرلې وي.

انتوني بلېنکن اندېښنه وښوده، چې دغه محدودیتونه ښايي د نړۍ په نورو برخو کې هم د نورو بحرانونو سبب شي.

هغه یو وار بیا له روسیې غوښتنه وکړه هغه شا و خوا ۲۰ ملیونه ټنه غله جات چې په اوکراین کې دي پرېږدي.

مسکو پر اوکراین په فبروري میاشت کې یرغل وکړ.

پخوا به هرکال د اوکراین په ملیونونو ټنه غله جات افریقا، منځني ختیځ او د نړۍ نورو برخو ته صادرېدل.

کله چې روسیې د اوکراین د تور سمندرګي بندرونه بند کړل، دغه صادرات هم ودرېدل.

سریلانکا کې د خوړو او تېلو د سخت کموالي له کبله له څو اوونیو ناکرارۍ روانې دي.