چارواکو په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی

آرشیف

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان،کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني،کندهار او زابل کې د سېلابونو او ورښتونو د پېښېدو خبرداری ورکړی.

دې ادارې پرون په دې اړه اعلامیه خپره کړې.

په اکثرو دغو ولایتونو کې تېرې څو ورځې سخت اورښتونه شوي او وروسته سېلابونه راوتلي.

له زابل، ارزګان،کندهار او غزني څخه ازادي راډیو ته د تایید شویو شمېرو په اساس تېر یوه اوونۍ سېلابونو شاوخوا شپېته کسان مړه کړي او لسګونه نور یې هم ژوبل کړي دي.