د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

ارشیف

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو له هغې ډلې جنوب ختیځو سیمو کې د سېلابونو راوتلو ګڼ شمېر خلکو ته مرګژوبله اړولې او مالي تاوانونه یې ور رسولي.

یواځې غزني کې د سېلابونو راوتلو تازه شپږ کسان مړه کړي.

په دې سربېره د میدان وردک په ګڼو سیمو کې هم سېلابونه بهېږي، چې خلکو ته یې تاوانونه اړولي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني بېګا د تازه سېلابونو د راوتلو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د غزني په مرکز کې شپږ کسان شهیدان شوي او پنځه نور زخمیان دي. البته مالي تاوانونه سخت زیات دي. ابتدایي ارقام داسې دي چې ۳۰۰ کورونه بشپړ تخریب شوي او ۱۰۰۰ څخه زیات قسمي ډول تخریب شوي. د میدان وردک په جغتو ولسوالۍ کې هم سخت سېلابونه راوتلي. له نیکه مرغه ځاني تلفات نشته خو تاوان یې ډېر رسولی. د خلکو زراعتي ځمکې او فصلونه ټول اوبو لاندې کړي."

په غزني کې د سلګونه کورونو، دوکانونو او ودانیو په تخریب سربېره یو ورزشي لوبغالی هم چې څو کاله مخکې په یو میلیون ډالرو جوړ شوی سېلابونو وران کړی.

له غزني ور پورته په زابل کې د عامې روغتیا د رییس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په وینا د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر دېرشو پورې ورسېد او شاوخوا شل تنه نور هم ټپیان شول.

د زابل یوه اوسېدونکي محمد وزیر ازادي راډیو ته وویل، چې د شملزو ټول کښتونه اوبو لاندې کړي.

هغه زیاته کړه: "سېلابونو کورونه سخت خرابه کړي. خلکو ته ډېر تاوان ور رسولی دی. بورونه له اوبو ډک شوي. کښتونه سېلابونو لاندې کړي. دغه یې د کال غنم و او دا نور ټول کر ور خراب کړی دی. خلک په سختو مشکلاتو کې دي."

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون تازه خبرداری خپور کړی، چې په بدخشان، کنړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني،کندهار او زابل ولایتونو کې د سېلابونو او ورښتونه د پېښېدو امکان شته.

د کندهار په معروف او شاه ولي کوټ کې سېلابونو ۱۶ کسان او تر هغه ور هاخوا په ارزګان کې ۱۷ کسان مړه کړي دي.

د اوبو او اقلیمي بدلونو متخصصین وایي، چې په افغانستان کې اوسني ورښتونه غیرعادي دي خو خلک باید تر خپل وس چمتووالی ورته ونیسي.

د اوبو د مدیریت متخصص ډاکتر محمد عاصم مایار د هغو لارو چارو په اړه ازادي راډیو ته وویل، چې د سېلونو د زیان مخه نیولی شي.

هغه وايي: "خلک کولای شي د سېلونو قابلیت او د درې د اندازې په پام کې نیولو سره چې څومره اوبه به ترې راوځي خپلو سیمو کې د سېلونو مسیرونه جوړ کړي څو اوبه په مصونه توګه لاندې لاړې شي. او بل دا چې خلک باید خپلو کورونو نه پورته په خوړونو کې کوچني حوضونه یا موانه جوړ کړي. یو متر یو نیم متر دا هم د اوبو سرعت کموي او هم یې کچه. د سېلاب د مخنیوي لپاره دا ډېر موثر دي د دې تر څنګ اوبه همالته جذبېږي چې بیا د کوهي او کارېزونو لپاره ډېر ګټور تمامېږي."

مایار همداراز ټینګار کوي، چې حکومتي چارواکي باید په بنسټیزه توګه د سېلونو او نورو طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

هغه وايي، چې د اقلیمي بدلونو په برخه کې لویې پروژې باید پلې شي څو نه یواځې د خلکو د خوندیتوب ډاډ حاصله شي بلکې تر ډېر د ورانیو مخه هم ونیول شي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې پرون تازه خبرداری خپور کړی، چې په بدخشان،کنړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني،کندهار او زابل ولایتونو کې د سېلابونو او ورښتونه د پېښېدو امکان شته.

په دې ګڼ هغه ولایتونه دي، چې تېر یوه اوونۍ یې هم خلکو د کرارې ساه نه ده اخیستې او سېلونو یې کورونه ور ړنګ کړي او کرنیزې ځمکې یې لاندې کړي دي.