طالبان: د اختر په دوو ورځو کې هېڅ امنيتي پېښه نه‌ده شوې

کابل کې د اختر نمانځل - انځور له ارشيفه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د اختر په دوو ورځو کې هېڅ امنیتي پېښه نه‌ده شوې.

د دغه وزارت وياند عبدالنافع ټکور ازادي رادیو ته وویل، د اختر په تېرو دوو ورځو کې هېڅ امنيتي پېښه نه‌ده شوې.

تر دې مخکې د کابل لپاره د طالبانو امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه ویلي و، د دغه ښار اوسېدونکي دې د لوی اختر درې ورځې د نا امنیو له ډار پرته ولمانځي.

د ولي جان حمزه په خبره د کابل په زیاتو برخو کې اضافي وسله وال ګمارل شوي او دوی د مشکوکو ساحو تلاشي هم کوي.

نن د افغانستان په ګډون د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر دوهمه ورځ ده.