يو بنسټ د وژل شويو او معلولو شويو سرتېرو له کورنيو سره مرستې کوي

ارشيف

یو غیر دولتي بنسټ، چې له نورو اشخاصو او سازمانونو بسپنه ټولوي، د وژل شویو او معلولو شویو سرتېرو کورنیو یې رسوي.

دغه بنست وايي، د ژمي پر مهال یې ۱۰۰۰ دغسې مستحقو کورنیو ته بشري مرستې رسولي او په پام کې لري، نورو سلګونو کورنیو ته هم د بشري مرستو بستې ورکړي.

«د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ موسسې» یو بنسټګر، وايي، دوی توانېدلي د وژل شویو او معلولو شویو سرتېرو له سلګونو کورنیو سره د بشري مرستو لومړی پړاو بشپړ کړي.

محمد سلیم وردګ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، اداره یې په پام کې لري، تر لوی اختر وروسته د نورو بشري مرستو اقدام هم وکړي.

نوموړي وويل: "په داسې حال کې چې پر افغانستان بشري بحران روان دی، موږ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی، که د خدای رضا وه تر اختر وروسته به زموږ بله بشري کڅوړه چې د بهرمېشتو بااحساسه افغانانو له خوا برابر شوې، هم پیلېږي، چې تر ۶۰۰ پورې کورنیو ته مرستې دي."

«د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ موسسې» بنسټګر محمد سلیم وردګ وايي، په افغانستان کې د دوی موسسې د ۲۰۲۱م کال په اپرېل میاشت کې رسمي جواز ترلاسه کړ، چې د هماغه کال د اګست میاشتې له سیاسي تحولاتو وروسته هم فعالیت لري.

افغانستان کې د پخواني حکومت د وژل شويو سرتېرو ډېری کورنۍ له بد اقتصادي وضعيت سره مخامخې دي.

ښاغلی وردګ وايي، هر سرتېری باید له هر ډول سیاسي، تنظیمي او نورو خپلمني رقابتونو لیرې وساتل شي، ځکه هر سرتېري د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې د ساتنې لپاره لوړه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته شا و خوا درې نیم لکه افغان پوځیان له دندو وشړل شول او معاشونه یې نه ورکول کېږي، دوی له ډول- ډول اقتصادي ستونزو کړېږي.

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو یوه پخوانۍ افسره، چې د امنيتي دلايلو له امله يې نوم نه اخلو وايي، یو کال کېږي، پر کور ده، چې زیاتې اقتصادي ستونزې لري.

نوموړې وويل: "

هرڅه ته اړتیا لرو، د کور له کرایې نیولې تر خوړو، کالیو، د برق بېلونه، د ماشومانو لګښتونه او نور شیان

. درې واړه ماشومان لرم، دوه د پلار ماشومان هم راپاتې دي، مور، خویندې مې هم پر کور دي، چې کار نه لرو. تاسو خپله پوهېږئ چې ګراني ده."

د طالبانو له عمومي عفوې سره-سره له ځینو ولایتونو د دغو پخوانيو پوځیانو د نیول کېدو، لا درکۍ او حتی په مرموز ډول د وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت تېره سې شنبه وویل، په پام کې لري د تېر حکومت د شهیدانو او معلولانو په ګډون دغې ټولې طبقې ته د تېرو شپږو میاشتو امتیازونه ورکړي، خو د تېر حکومت په نسبت د شهیدانو او معلولانو امتیازات کم شوي دي.

د وژل شویو او معلولو شویو سرتېرو کورنیو مخکې هم شکایت کاوه، چې د هغه وخت حکومتونو هم لازم پام نه دی ورته کړی.