د افغانستان زلزله‌ځپلي: اختر ته چمتووالی نه‌لرو او ان خبر هم نه‌يو چې کله دی؟

د افغانستان وروستۍ زلزلې ځپلې خلک

په افغانستان کې وروستۍ زلزلې چې ددې پېښې له قربانیانو د اختر خوشحالۍ اخیستي،
دوی ازادي راډیو ته وویل، وروستۍ پېښې یې د ژوند ټولې خوښۍ اخیستې او د اختر لپاره هیڅ چمتوالی نه‌لري.

عقل الدین ګیانوال چې د خپلې کورنۍ ۷ غړي یې د پکتیکا په ورستۍ زلزله کې مړه شوي وايي، سږ کال اختر یې د غم اختر دی.

هغه د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په ګیان ولسوالۍ کې اختر نه‌شته او دلته لاهم ماتم روان دی.

نوموړی وايي: "دا چې اختر را روان دي خو دا اختر د تېر اختر ونو په څېر نه‌دی، په تېرو کلونو کې مو د اختر لپاره جامې، د ماشومانو لپاره هر څه او همدا شان د کورونو لپاره به مو هر څه اماده کول خو دا ټول نه‌شته ځکه چې هر څه بدل شو، زه خپله بازار ته تر اوسه نه یم تللی یعنې زه خپل نن خبر شوم چې سبا اختر دی."

افغانستان کې وروستۍ زلزلې تر ۱۰۰۰ ډېرو کسان مړه او سلګونه نور ژوبل کړل

په دغه ولسوالۍ کې بل هغه کس چې شاوخوا ۱۰ کسه خپلوان او نږدې ملګري یې مړه شوي ازادي راډیو ته وویل، اختر هغه مهال په خوشحالۍ تېرېږي چې غم ونه لرې او د کورنۍ ټول غړي درسره وي خو سږ کال اختر د غم اختر دی.

نوموړي وايي، په تېرو کلونو کې له اختر څو ورځې وړاندې مېلې کېدلې او خلکو به خپلو کورنو ته تازه او وچې مېوې اخیستې خو دا ځل ټولې کورنۍ د خپلو عزیزانو په فراق کې اوښکې تویوي او د خو شحالۍ هیڅ څرک نه‌شته.

نوموړي وويل: "اوس هر څه ختم شوي دي، مخکې به اختر لپاره دلته مېلې جوړېدې، ماشومانو به په نګریزو لاسونه سره کول، اماده ګې به نیول کېدله چې د یو بل کره لاړ شي، خو دا هرڅه ختم شوه او هرڅوک په خپل غم کې دي، زما په نظر ډېر خلک به لمانځه ته هم لاړ نه‌شي ددې لپاره چې ټول جوماتونه ویجاړ شوي او هغه چې پاتې د رالویدو په حال کي دي."

په ډېرو هغو سيمو کې چې زلزله شوې لا هم خلک روغتيايي مرستو ته اړتيا لري.

سږکال اختر په داسې حال کې رارسیږي چې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان په لویدیځ پکتیکا او خوست کې زورورې زلزلې لږ تر لږه زر کسان مړه او شاوخوا ۲۰۰۰ نور ټپیان کړل.

دغه شان په زرګونه کورونه ویجاړ شول.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې ته په کور دننه او بهر زیاتې مرستې راټولې شوې او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

سره له دې چې زلزله ځپلو ته د مرستو د و رسېدو په برخه کې ژمنې شوي خو د سیمې یو شمېر اوسیدونکي بیا په دې برخه کې ناخوښي ښېي.