سېلابونو افغانستان کې ۲۵ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي

نورستان کې د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي له تېرو دریو ورځو راهیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سېلابونو له امله پنځه ویشت کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغه وزارت مسولینو ازادي راډیو ته وویل چې د راوتلو سېلابونو له امله د تلفاتو شمېرې د بدلېدو په حال کې دي او هڅې روانې دي چې یادو ولایتونو ته مرستې ورسېږي.

بسم الله چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د احمدزیو کلي اوسېدونکی او د سېلاب ځپلو له ډلې دی وایي، سېلابونو یې ټوله شتمني وړې، کور یې ویجار شوی او کور کلي کې یې پنځه کسان اوبو کې لا درکه او مړه شوي دي.

نوموړی وايي: "څلور پنځه موټر اوبو وړي، پنځه کسان په‌کې مړه دي، مالي تاونونه خو مو تر میلیونونو افغانیو رسېږي، زموږ غنم، درمندان، ځمکې هم اوبو وړي کورونه مو ویجاړ شوي دي، تر اوسه موږ ته مرستې نه دي رسېدلي لارې مو بندې دي."

لا هم په ډېرو ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو اټکلونه شوي دي.

همدارنګه غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یو اوسېدونکی او سېلاب ځپلی عبدالسلام وایي سېلابونو یې د کورنۍ او کلیوالو کروندې او ټولې اقتصادي سرچینې له منځه وړي دي.

نوموړی وايي: "راوتلو سېلابونو موږ ته زیات مالي زیانونه رسولي، د خلکو غنم او کروندې چې سر او کال به یې ورته خوارۍ کولې ټول یې وړي او خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري."

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی او د تعلیم په برخه کې رضا کاره فعال مطیع الله ویسا په سیمه کې دی او د سېلابونو حالات یې له نږدې څارلي وایي سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت چارواکي وایي د هېواد په بېلابېلو اتو ولایتونو غزني، میدان وردګ، کندهار، زابل، ننګرهار،کاپیسا، لغمان، کونړ او نورستان کې له تېرو دریو ورځو راهیسې سېلابونه راوتلي چې انساني او مالي تلفات یې اړولي دي.

په دې اړه نور: بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۸ تنه مړه شوي دي

د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د دې سېلابونو له امله ۲۵ کسان مړه شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي ځینو ولایتونو ته مرستې رسېدلي او ځینو نورو ته هڅې روانې دي چې د ژغورنې او مرستو ټیمونه واستوي.

ښاغلی حقاني وويل: "زموږ سره چې څومره امکانات وه، ځینو سیمو ته مو مرستې او خوراکي توکي رسولي دي خو ځینې پاتې سیمو کې چې لرې پرتې سیمې دي، ښایي نن ورته مرستې ورسېږي، په دې ولایتونو کې مرستندويه موسسې هم شته هغوی سره مو جلسې کړي او غږ مو پرې کړی چې له دغو بېچاره او ځورېدلي ولس سره په دې حساسو شرایطو کې مرستې وکړي."

ښاغلی حقاني وایي تر دې دمه راوتلو سېلابونو شاوخوا ۷۰۰ کورونه ، پنځوس زره جریبه کرنیزې ځمکې یې تخریب کړي،دوه زره څاروي یې هم تلف کړي دي.

خلک د بېړنيو مرستې غوښتنه کوه

خو ځینو سیمه ییزو رسنیو بیا په دې ولایتونو کې د انساني تلفاتو کچه تر هغه زیاته یاده کړې چې د طالبانو د حکومت دغه وزارت یې یادوي.

د راپورونو له مخې د کندهار په شاه ولي کوټ او معروف ولسوالیو کې ۱۶ او په زابل ولایت کې بیا ۲۰ کسان د سېلابونو له امله وژل شوي دي.

د روان کال په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دا د سېلابونو دریمه جوپه ده چې په لوړه کچه مالي او ځاني تلفات اړوي.