عربستان د حج د اداينې پر مهال پر سياسي او فرقوي شعارونه بنديز اعلان کړی

بيت الله شريف

د سعودي عربستان لوی څارنوال خبرداری ورکړ چې حج دیني فریضه ده او د دې مراسمو په ترڅ کې هر ډول ګوندي او فرقوي شعار منع دی او سخته سزا لري.

د سعودي لوی څارنوال سعود المعجید دا خبرداری د حج موسم د څارنوالۍ په پرانيستونکې غونډه کې ورکړ.

په تېرو کلونو کې د سعودي امنیتي ځواکونو ایراني حج کوونکي په دې خاطر ځپلي چې د حج د مراسمو په لړ کې یې سیاسي شعارونه ورکړي وو.

ایراني چارواکي وايي چې حج سیاسي – عبادي مراسم دي.