د تېرو دوو کلونو په پرتله سږ کال د حج د زيارتوالو شمېر زيات دی

بيت الله شريف

د کرونا وبا د خپرېدو له کبله په ۲۰۲۰ کې ۶۰ زره او تېر کال تر شپېتو زرو لږ ډېرو کسانو د حج مراسم په ځای کړل.

سعودي عربستان د سږني حج لپاره له افغانستانه څه باندې ۱۳ زره تنه منلي و.

سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره څه باندې یو میلیون زیارتوالو ته اجازه ورکړې چې د هغو په منځ کې ۸۵۰ زره د نورو هیوادونو دي.

دې ټولو کسانو د کرونا واکسین کړی خو له دې سره سره مسجدالحرام ته د ننوتو لپاره باید ماسک وتړي.

د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې سږ کال د افغانستان ونډه ۱۳ زره ۵۸۲ تنه ټاکل شوې وه او درست سعودي عربستان ته تللي دي.

ویل کېږي چې په تېرو کلونو کې هر افغان د حج د مراسمو د لګښت لپاره ۲ زره ډالر ورکول خو سږ کال، چې په هیواد کې بېوزلي او لوږه اوج ته رسېدلې، د حج د سفر لګښت څلور زره ډالرو ته لوړه شوی دی.

سږ کال د حج د ادايني لګښتونه هم لوړ شوي

په ۲۰۱۹ م کال، چې لا کرونا وایرس په نړۍ کې نه و خپور شوی، کابو دوه نیم میلیون تنو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و، خو د کرونا له خپرېدو وروسته په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۶۰ زره تنو سعودي مېشتو ته اجازه ورکړل شوه چې د حج مراسم په ځای کړي.

یو کال وروسته یعني په ۲۰۲۱ کې تر شپېتو زرو یو څه زیاتو کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې حج وکړي.

سږ کال د میلیونونو کسانو له منځه د حج مراسمو ته د پچې پر اساس غوره شوي زیارتوال د کرونا پر ضد واکسین شوي، د هغوی په منځ کې زاړه یا تر ۶۵ کلونو پورته کسان نه‌شته او سعودي عربستان ته تر رسېدو وروسته یې باید د کرونا ټیست منفي وای.

د سعودي عربستان د حج د مراسمو مسوول چارواکي وايي چې د حاجیانو لپاره د روغتیايي خدماتو په خاطر یې ډېر امبولاسنونه او پرمختللي روغتیايي مرکزونه چمتو کړي او له معلولو زیارتوالو سره، چې په څرخچوکیو (ویلچرونو) کې ګرځي، رضاکاران مرسته کوي.